ناټو په عراق کې د پوځیانو د روزنې ماموریت پراخوي

د ناټو منشي وایې چې د ناټو پوځیان په عراق کې په جنګي ماموریتونو کې برخه نه اخلي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ اعلان کړی چې ناټو به په عراق کې د عراقي عسکرو روزنېز ماموریت پراخ کړي.

سټولټنبرګ چې د پجنشنبې په ورځ [فبرورۍ ۱۵] په بلجیم کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په پاي کې خبرې کولې وویل چې غړي هېوادونه د عراقي اردو لپاره د نویو اکاډمیو او پوځي ښوونځيو په جوړولو کې له حکومت سره مرسته کوي.

ناټو اوس په عراق کې د روزنې یو محدود ماموریت پر مخ بیايي او عراقي پوځيانو ته د ماین د خنثي کولو، په کور کې د جوړو شویو بمونو او د چاودېدونکو موادو د له منځه وړلو په برخو کې ښوونه او روزنه ورکوي.

سټولټنبرګ وایې چې د ناټو پوځیان په عراق کې په جنګي ماموریتونو کې برخه نه اخلي.

د ناټو دیپلومان وایې چې د روزنې په ماموریت کې به ۲۰۰ پرسونل په کار وګمارل شي.

امریکا او ناټو د شاخوا یوې نیمې لسیزې راپدې خوا په افغانستان کې جنګ کوي او په یو وخت کې له څو کلونو راپدې خوا کوښښ کوي چې د افغانستان ملي امنیتي پوځیان وروزي.

د عراق د بیارغونې لپاره مرسته

د عراق د بیارغونې لپاره د کویټ په غونډې کې نن اعلان وشو چې نړیواله ټولنه عراق ته ۳۰ میلیارده ډالر ورکوي په داسې حال کې چې عراق د ۸۸ میلیاردو ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه.

د عراق د بهرنیو چارو وزیر ابراهیم الجعفري وویل چې ۳۰ میلیارده ډالر کم دي او پدې پېسو په عراق کې شته ورانۍ نه آبادیږي.

نړیواله ټولنه په داسې حال کې د داعش تر ماتې وروسته په عراق کې د بیارغونې پر پلانونو کار پیل کړی چې امریکايي چارواکي په منځني ختیځ کې د ټُندلارو د خطر پر شته والي اندېښنه ښودلې ده.

Your browser doesn’t support HTML5

د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه