سټولتنبرګ: له روسیې سره عمده اختلافات لرو، خو نورو خبرو ته چمتو یو

د ناټو مشر

د ناټو عمومي مشر ینس سټولتنبرګ وايي‌ چې د ناټو تړون په اروپا کې د روسیې د نوي امنیتې رول د غوښتنو په اړه «پام وړ اختلافات » لري، خو چمتو دي چې د کرملین له استازو سره بیا خبرو ته کیني.

نوموړي نن چهارشنبه جنوري ۱۲ (مرغومې۲۲) په بروګسل کې د ناټو او روسیې د استازو ترمنځ‌ له خبرو وروسته وویل: «په مسائیلو باندې د ناټو د ایتلاف او روسیې ترمنځ مهم اختلافات شته او دا په اسانۍ حل کېدای نشي، خو دا یوه مثبته نښه ده چې د ناټو ټول ایتلاف او روسیه په یو میز کې سره کېناستل.»

ښاغلي سټولتنبرګ وویل چې ناټو چمتو ده له مسکو سره په ځينو ستراتیزیکو مسائیلو مختلفې غونډې وکړې. هغه وویل: «روسیه په داسې یو موقف کې نه ده چې له دغه وړاندیز سره موافقه وکړي، دا وړاندیز یې رد کړی هم نه دی، خو د روسیې استازو دا خبره واضحه کړه چې هغوی وخت غواړي چې ناټو ته له ځواب سره بېرته راستانه شي.»

روسیې تر دغو خبرو مخکې امریکا او ناټو ته خپل غوښتنې سپارلې وې چې په کې دا خبره شوې وه چې ناټو باید اوکراین ته غړیتوب ورنکړي. خو د ناټو مشر خبرداری ورکړی چې روسیه د اوکراین د غړیتوب غوښتنه ویتو کولای نشي.

نوموړي همدغه راز له اوکراین سره په سرحد کې د روسیې د ځای په ځای شویو سرتېرو موجودیت ته په اشارې د «شخړې د کمولو» غوښتنه وکړه.

هغه وویل: «اوکراین یو مستقل ملت دی، اوکراین د ځان د دفاع حق لري او روسیې ته خطر نه دی. بلکې دا روسیه ده چې یرغلګره ده. دا روسیه ده چې ځواک استعمالوي او د اوکراین په ضد د ځواک استعمالول یې روان ساتلي.»

تېره ورځ د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا وویل: «په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب په اړه روسیه د رایې حق نلري. دا یوه سره کرښه ده چې نه به موږ او نه به مو شریکان ترې واوړي.»

مسکو له امریکا او لویدیځو هېوادونو څخه غوښتي دي چې په ناټو کې اوکراین ته د غړیتوب نه ورکولو په اړه ضمانت ورکړي.‌ د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې لویدیځ هېوادونه به روسیې ته داسې کوم ضمانت نه ورکوي ځکه چې د هغه په خبره دا به د لویدیځ د ماتې په مانا وي.

روسیې همدغه راز له امریکا او ناټو څخه غوښتي‌ دي‌ چې د پخواني شوروي‌ اتحاد یو هېواد ته دې هم په دغه سازمان کې غړیتوب نه ورکوي.

روسیه له اوکراین سره سرحد کې شاوخوا ۱۰۰زره سرتېري او نظامي تجهیزات ځای په ځای کړي‌ دي او لویدیځ وایي‌ دا کار په اوکراین برید ته د روسیې د یرغل لار پرانیزي، خو مسکو وايي‌ داسې کوم پلان نلري.

امریکا وايي چې روسیې ته یې خبرداری ورکړی چې په اوکراین باندې به یې هر ډول یرغل «ډېر لوی زیان» ولري.