په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتیکو د وسله والو طالبانو لخوا د تاوتریخوالي دوام د منلو نه دی.
هغه ویلي، د طالبانو لخوا تاوتریخوال باید کم شي چې په وینا یې دوام یې د سولې خبرې له ستونزو سره مخ کوي.
ښاغلی پونتیکو چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر سره د افغانستان د وضعیت په اړه د بحث لپاره بروکسل ته تللی وايي چې د ناټو له منشي ینس سټولټنبرګ او د دغه سازمان له نورو غړو سره یې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خبرې کړي دي.
نوموړي نن شنبه د جولای ۴(چنګاښ۱۴) په یو ویډیويي پیغام کې ویلي:"د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي دوام باید کم شي، دا د منلو نه دي. دغه [تاوتخریوالی] د سولې خبرو پیلېدو ته د رسېدو په وړاندې خنډونه جوړوي."
Visiting #NATO headquarters today, Senior Civilian Representative @pontecorvoste says Allies reiterated their firm commitment to #Afghanistan and the Afghan National Defence and Security Forces. pic.twitter.com/iGM02gWcn9
— NATO in Afghanistan (@NATOscr) July 3, 2020
هغه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو ژر پیلېدو په اړه هم تمه ښودلې ده.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي ویلي چې د ناټو غړو له افغان سرتیرو څخه د ناټو د ملاتړ په اړه هم خبرې وکړې.
پر همدې مهال د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د سولې بهیر ترڅنګ پر اقتصادي مسائلو هم خبرې کړي دي.
ښاغلي خلیلزاد د شنبې په ورځ جولای۴(چنګاښ۱۴) پر خپل ټوېټر لیکلي چې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره تر تلپاتې سولې وروسته د اقتصادي ودې په اړه خبرې کړي دي.
2/3 In follow on mtg w/ the Taliban, we underscored the econ development oppts that will follow a sustainable peace. We agreed developing plans in support of peace can never start too early, assuming the 2 sides can overcome final hurdles on the path to intra-Afghan negotiations.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) July 3, 2020
ښاغلي خلیلزاد همدارنګه ټینګار کړی چې دواړه لوري باید د سولې په وړاندې پراته خنډونه لیري کړي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپل ټوېټر لیکلي چې ترڅو چې د سولې په وړاندې پراته خنډونه هوار نشي، د سولې په ملاتړ پراختیايي پروګرامونه به ژر پيل نشي.
زلمی خلیلزاد چې د تیرې اونۍ د یکشنبې په ورځ د افغان سولې په اړه قطر، اسلام اباد او ازبکستان ته سفر پیل کړی و، د افغان سولې بهیر ترڅنګ تر سولې وروسته د اقتصادي فرصتونو په اړه هم د یادو هیوادونو له استازو خبري کړي دي.
له ښاغلي خلیلزاد سره په دغه سفر کې د امریکا د پرختیايي موسیسې مشر ادم بولر او ټيم هم ملتیا کوله.
نوموړي ویلي چې په افغانستان کې د پانګونې د ودې په اړه د همفکروو ملګرو ترمنځ یو واقعي ظرفیت موجود دی.
بلخوا وسله والو طالبانو هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې قطر ته د زلمي خلیلزاد د سفر پرمهال د دغه ډلې سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر له هغه سره د افغان سولې بهیر، بندیانو خلاصېدو، بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو په اړه خبري کړي دي.
خلیلزاد تر دې مخکې د ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو سره هم د افغان سولې او اقتصادي مسائلو په اړه خبرې کړي وې.