سټولټنبرګ: له افغانستان سره د ناټو مرستې شرایطو پورې تړلې دي

د ناټو سرمشني ینس سټولټنبرګ کابل ته د سفر پرمهال له عبدالله عبدالله سره د کتنې پرمهال نن شنبه د «فبروري۲۹مه» د افغانستان لپاره یوه تاریخي او برخلیک ټاکونکې ورځ بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې نن په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي.

اجرائیه ریاست په یوې اعلامیې کې ویلي چې ښاغلي سټولټنبرګ له عبدالله عبدالله سره کتنه کې ویلي چې په افغانستان کې د ناټو حضور او مرستې په دغه هیواد کې د وضعیت تر ښه کېدو او شرایطو پورې مشروطې وي.

سټولټنبرګ زیاته کړې:"موږ په افغانستان کې د افغان سرتېرو سره مرستې او حضور ته له خپلو ژمنو سره دوام ورکوو، دغه حضور او مرستې په افغانستان کې د وضعیت تر ښه کېدو او شرایطو پوري اړه لري، تر هغه وخت پورې موږ د افغانستان له حکومت سره په څنګ کې یو."

د ناټو سرمنشي نن شنبه د افغانستان لپاره مهمه بللې او هیله یې ښودلې چې د امریکا او طالبانو تړون په افغانستان کې تلپاتې سولې ته زمینه برابره کړي.

هغه همدارنګه په دې اړه ویلي:"ناټو قضیه له نژدې څاري او په مذاکراتو کې حضور درلود."

عبدالله عبدالله هم په افغانستان کې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې له افغان دولت سره د ناټو له مرستو مننه کړې ده.

په اعلامیه کې د عبدالله له قوله راغلي: "نن ورځ د افغانستان لپاره یوه تاریخي اوبرخلیک ټاکوونکې ورځ ده په داسې ورځ کې چې تاسو د افغانستان د خلکو تر څنګ یاست مننه کوم."

رویټرز خبري اژآنس هم راپور ورکړی چې د امریکا دفاع مارک اسپر نن کابل ته رسېدلی چې ټاکل شوې له ولسمشر غني سره هم وګوري.

د افغانستان جمهوري ریاست تر دې مخکې ویلي و ټاکل شوې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر او د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ کابل ته د سفر پر مهال له افغان حکومت سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د دوام په اړه یو ګډه اعلامیه اعلان کړي.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال تېره ورځ په دې اړه امریکا غږ ته ویلي و:"د دې اعلامیې هدف دادی چې له تروریزم سره پر جګړه باندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ په ټول کې د افغانستان د نظام ملاتړ دی چې ژمنې تازه کیږي."

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې نن شنبه د فبرورۍ ۲۹مه په دوحه کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې هوکړه لیک هم لاسلیک شي.