نوازشریف او لور یې بندې کیدو ته پاکستان ته روان شول

Pakistan Politics

د پاکستان پخوانی صدراعظم نوازشریف او د هغه لور مریم نواز د لندن نه پاکستان ته روان شویدي او هلته یې پولیس د نیولو لپاره د لاهور په هوایي ډگر کې انتظار کوي.

د پاکستان د مسلم لیگ نون گوند پلویان هم هغه ته پخیر راغلي ته پداسې حال کې تیارې نیسي چې د لاهور موقت حکومت د دغه گوند شاوخوا ٣٠٠ پلویان نیولې دي او د هغوي خلاف اوس یې عملیات روان دي.

د نوازشریف مور د امریکاغږ عایشته تنظیم ته په یوې ځانگړې مرکې کې وویل چې که زوی یې ونیول شي نو هغه به هم ورسره بند ته ورځي.

د یادونې وړ ده چې نوازشریف د هغې نه وروسته پاکستان ته د تگ پریکړه وکړه چې یوې ځانگړې محکمې په لندن کې د اپارتمانونو د ملکیت په قضیه کې هغه ته د لسو کلونو د بند او لور ته یې د ٧ کلونو د بند سزا واوروله.

نواز شریف د محکمې د پریکړې نه وروسته خبریالانو ته وویل چې د پاکستان ادارو ورته پیغامونه رالیږي چې هغه دې پاکستان ته نه راځي، په لندن کې دې پاتې شي خو هغه وویل چې ځکه یې پاکستان ته د بیرته تگ پریکړه کړیده چې غواړي نور د ولس د رایو احترام وشي او پوځ او ادارې په سیاست کې لاسوهنه پریږدي.

مریم نوازشریف هوایي ډگر ته د تگ نه مخکې په یو ټویټ کې ولیکل چې د" هغوي د بیرته تگ نه د منع کولو هر کوښښ ناکامه شو، مونږ در روان یو."

ځینو سرچینو د امریکاغږ اردو څانگې ته ویلي چې د پنجاب پولیسو د هوایي ډگر چارچاپیره او په ټولې سیمې کې سخت امنتي تدابیر کړیدي چې هدف یې د خلکو هوایي ډگر ته د نوازشریف د هرکلې لپاره د رسیدو نه منع کول دي.