د پاکستان حکومت پخوانی صدراعظم نواز شریف د هغه لور مریم نواز او زوم صفدر د کلثوم نواز د جنازې په مراسمو کې د گډون لپاره د دولسو ساعتونو لپاره خوشي کړیدي.
د پاکستان د دبندي پخواني وزیراعظم میا نوازشریف میرمن کلثوم نواز د سرطان د اوږدې ناروغۍ له کبله د سه شنبې په ورځ وفات شوه، د هغې د مړینې د خبر د خپریدو نه وروسته په پاکستان کې د سیاسي چارو کارپوهانو او د فعالینو برسیره عادي خلکو په ټولنیزو رسنیو د حکومت نه غوښتنه وکړه چې پکار ده نواز شریف او د هغه لور مریم نواز دې د کلثوم نواز د جنازې په مراسمو کې د گډون لپاره پریښودل شي.
د جیو ټلویژن د پاکستاني چارواکو له قوله لیکي چې تروسه پورې د پاکستان حکومت دغه پریکړه نده کړې چې ایا نواز شریف، لور او زوم به یې په مشروط ضمانت د جنازې په مراسمو کې د گډون لپاره پریښودل شي او کنه.
نوازشریف،مریم نواز،کیپٹن (ر)صفدرکوپیرول پررہاکرنےکاابھی فیصلہ نہیں ہوا،جیل انتظامیہ
— Geo News Urdu (@geonews_urdu) September 11, 2018
د یادونې وړ ده کلثوم نواز د یو کال راهیسې د لندن په یو روغتون کې د سرطان د ناروغۍ د علاج لپاره بستري وه.
د پاکستان سترې محکمې نواز شریف او لور ته یې هغه وخت د لس او اوو کلونو د بند سزا واوروله چې هغوي د ناروغې کلثوم نواز سره په لندن کې موجود و.
په ټولنیزو رسنیو په هغو خلکو کې چې د نوازشریف او د مریم نواز ته په جنازې کې د گډون د اجازې د ورکولو لپاره یې ټویټونه کړیدي، یوه یې د کویټې سره تعلق لرونکي د مدني حقونو فعاله سلمی جعفر ده. هغې لیکلي چې خدای دې وکړي چې بشریت وگټي او نوازشریف او لور ته یې اجازه ورکړل شي چې د کلثوم نواز په جنازې کې گډون وکړي.
so sorry to hear of the tragic loss may Kalsoom Nawaz rest in peace - hope humanity prevails and the husband and daughter are released to be with their family at this time of grief.
— salma jafar (@Chiltan) September 11, 2018
د نواز شریف د سیاسي گوند مخالفینو په هغوي دا تورونه لگول چې هغوي د کلثوم د ناورغۍ په پلمه د سزا نه پټ شویدي او بیرته به پاکستان ته را نشي خو نوازشریف او لور یې هغه وخت دغه تورونه ناسم ثابت کړل چې هغوي بیرته پاکستان ته راغلل.
د کلثوم د مړینې نه وروسته د نوازشریف سیاسي مخالفین چې د عمران خان د گوند پلوه دي، یو ځلې بیا تور لگوي چې د کلثوم مړینه د سیاسي استفادې لپاره استمعالیږي.
د پاکستان یو مشهور اداکار حمزه علي عباسي چې د عمران خان د گوند غړی دی، لیکي
#KulsoomNawaz Inna lillah e wa inna aleyhey rajioun. May Allah have mercy on her soul. Its a request to please not disrespect the deceased by politically manipulating her death & giving opinions like Nawaz & Maryam should be freed because Kulsoom sahiba died etc etc. Please! pic.twitter.com/QdrfGN0Zx6
— Hamza Ali Abbasi (@iamhamzaabbasi) September 11, 2018
عباسي لیکلي چې خدای دې کلثوم نواز وبخښي خو د خدای لپاره د هغې مړینه د سیاسي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره مه کاروئ.