د "څو نسلونو استاد" نظر زلمي مړینه او غبرګونونه 

د ساینس ریاضي پیژندل شوی استاد نظر محمد زلمی

د ساینسي مضمونونو او د کانکور ازموینې ته د تیاري د برخې پیژندل شوی استاد نظر محمد زلمی، د کروناویروس په ناروغۍ او په ظاهره د اکسیجن د کموالي په وجه مړ شوی.

د ښاغلي زلمي له مړینې څو ساعته مخکې د هغه زوی د فیسبوک په یو پیغام ولیکل چې "استاد نظر زلمي" له خلکو غوښتي وو چې د اکسیجن په برابرولو سره د هغه د پلار په ناروغۍ کې مرسته وکړي.

په افغانستان کې د کروناویروس د درېیمې څپې په خپریدو سره ددې هیواد زیات شمیر روغتونونه د اکسیجن له کموالي سره مخامخ دي.

د روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح د یکشنبې په ورځ جون شپږمه (غبرګولي ۱۶) د روغتیا د برخې د خصوصي سکتور له استازو سره په کتنه کې په روغتونونو کې په ځانګړې توګه د کروناویروس په روغتونونو کې د اکسیجن کموالی لویه ستونزه وګڼله.

له بلې خوا د اکسیجن د تولید خصوصي شرکتونو ویلي چې د برېښنا د کموالي له کبله په زیاته اندازه اکسیجن نشي تولید کولای.

"د څو نسلونو استاد"

د افغانستان جمهوري ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان ددغه "علمي او اکاډمیک" شخصیت مړینه "یوه لویه ضایعه" ګڼلې او د هغه له کورنۍ، دوستانو او معارف له سترې کورنۍ سره یې غمشریکي کړې ده.

د هغه مړینې په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه زیږولي او د هغه شاګردانو ستایلی او ورته یې دعاګانې کړې دي.

اکثرو ویلي دي چې یو ستر استاد یې له لاسه ورکړی چې د افغانستان د اوسني نسل په زرګونو تنه یې روزلي دي.

د نظر زلمي د شاګردانو په وینا هغه د ریاضي او نورو ساینسي مضمونونو د پیچلو معادلاتو په ساده کولو او پوهولو کې خاص مهارت درلود. د هیواد زیات شمیر اوسنیوبریالیو څیرو د پوهنتونونو د کانکور په ازموینې کې د بریالیتوب لپاره د هغه په تعلیمي کورسونو کې زده کړې کړي چې یو شمیر یې اوس په لوړو پوستونو کې په کار بوخت دي.

د ۱۹۹۰ لسیزې په منځنیو کلونو کې طالبانو ته د کابل ښار د سقوط څخه څو میاشتې دمخه د نظر زلمي د زده کړو کورس د کابل په تایمني کې په راکټ ولګید چې څو شاګردان په کې ووژل شول او یو شمیر ټپیان شول.

د کروناویروس د وبا له خپریدو وروسته چې په افغانستان کې ښوونځي وتړل شول نظر زلمي د یو تلویزیون له لارې د ریاضي مضمونونو زده کړې پرمخ بیولې.