ولسمشر غني د نبیل استعفا ومنله

رحمت الله نبیل د خپلې استعفا یوه ورځ وړاندې د خپل فیسبوک په پاڼه د پاکستان د افغانستان په تازه اړیکو انتقاد کړې وو.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان د ملي امنیت د رئیس جنرال رحمت الله نبیل استعفا ومنله.

د افغانستان د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي په خپل ټويټر پانه کې لیکي چې ولسمشر غني د ملي امنیت د پخواني رئیس جنرال رحمت الله نبیل استعفا منلې ده.

ښاغلي هاشمي ویلي چې ولسمشر غني اوس د ملي امنیت د ریاست لپاره د سرپرست د ټاکلو په خاطر ارګ ته یو ځانکړې غونډه راغوښتې ده.

دمخه تر دې د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یوه بیان کې د تورن جنرال رحمت الله نبیل له دندې استعفا تآیید کړې وه او ویلي یې وو چې هغه نن د پنجشنبې په ورځ خپله استعفا ولسمشر محمد اشرف غني ته سپارلې ده.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست لخوا په خپره شوه خبرپاڼه کې د ښاغلي نبیل په لاس لیک د هغه د استعفا یوه نقل هم رسنیو ته استولی شوی دی.

ښاغلي نبیل په خپل تویټر کې هم خپله استعفی پاڼه خپره کړې ده:

د رحمت الله نبیل لنډ ژوند لیک:

د رحمت الله نبیل لنډ ژوند لیک:

په کال ١٣۴٨ کې د وردگ ولایت د جغتو په ولسوالۍ کې زیږیدلی دی.

د ساختماني انجینرۍ فارغ التحصیل دی. په پښتو، دري او انگلیسي ژبو پوهیږي.

د ۱۳۹۲ ال د سرطان د میاشتې راهیسې یې د ملي امنیت د عمومي ریاست د سرپرست او بیا د رئیس په توگه وظیفه ترسره کړې ده.

په ۱۳۹۱ کال کې د افغانستان د ملي امنیت د شورا د مرستیال په توگه کار کړی دی.

په ۱۳۸۹ کال کې د افغانستان د ملي امنیت د عمومي رئیس په توگه په کار وگمارل شو.

په ۱۳۸۵ کال کې د افغانستان د جمهور رئیس د محافظت د ادارې د رئیس په توگه وگمارل شو او ددې ادارې بنسټ یې کیښود.

په ۱۳۸۳ کال کې د افغانستان په حکومت کې د ملي امنیت د شورا د داخلي اړیکو د مرستیال په توگه کار کړی.

د ١٣٨١ کال څخه وړاندې د نژدې لسو کلونو لپاره د ملگرو ملتونو د کډوالو د کمیشنرۍ په مختلفو څانگو کې وظیفه اجرا کړې.

د څو فوق العاده ترفیعو په څنگ کې یې د خپلو خدمتونو په وجه د غازي محمد ایوب خان او غازی وزیر محمد اکبر خان مدالونه ترلاسه کړي دي.

ښاغلي نبیل واده کړی او د د درې ځامنو او دریو لوڼو پلار دی.

ښاغلي نبیل ویلي "له بده مرغه په تیرو څو میاشتو کې ددې ترڅنګ چې د ځینو پالیسو سره هم نظره نه وم، شرایط راباندې داسې تحمیل شول چې کاري زمینه راته تنګه شوه او د اعتماد جوړونې فضا په مختلفو دلایلو دومره خړه پړه شوه چې ستاسو په بې حدو فشارونو بدله شوه او همدارنګه ستاسو لخوا په شفاهي توګه په پرلپسې ډول له ما د استعفا غوښتنه، له دندې زما د ګوښه کیدو سبب شو".

د ولسمشر غني په پالیسیو د فیسبوک له لارې انتقاد

د جنرال نبیل د استعفا یوه ورځ وړاندې هغه د فیسبوک په خپله پانه اسلام اباد کې اسیا د زړه د هیوادونو په غونډه کې د ولسمشر محمد اشرف غني د وینا په یوه برخه باندې هم انتقاد کړې و او د تحریک طالبان پاکستان د جنګیالیو پر وړاندې یې د افغان امنیتي ځواکونو عملیات د دښمن سره مرسته ګڼلې وه.

همداشان ښاغلي نبیل د پاکستان سره د افغانستان دا ډول همکاري د پاکستان پر وړاندې د افغانستان ګونډو کیدو په معنی ګڼلي وو.

ولسمشر غني په خپله وینا کې ویلي چې د پاکستان د پیښور په ښار کې په یو ښوونځي د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو له خوا د برید وروسته چې د دغې ډلې کوم وسله وال افغانستان را اوړیدلي، د افغان پوځ ځانګړو ځواکونو یې پر وړاندې څلویښت ځله عملیات ترسه کړي دي.

د ملي امنیت د رئیس سربیره د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د اسیا د زړه د هیوادونو د وزیرانو په غونډه کې د جمهور رئیس غني د وینا په هغه برخه انتقاد کړی چې ولسمشر غني هغه زرګونه وزیرستانیان پاکستانیان بللي وو چې د ډیورنډ د کرښې له هغې خوا څخه یې د افغانستان جنوب ختیځو ولایتونو ته ګډه کړې ده. پخواني ولسمشر وزیرستانیان افغانان بللي او ویلي دي چې هغوی خپل دوهم کور ته راغلي دي.

همدا شان د ملي امنیت پخواني رئیس له جمهور رئیس څخه غوښتي چې د هغه او د کورنۍ د امنیت د خوندیتوب لپاره دې پاملرنه وکړي.