د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي چې په هلمند کې د هند د نیمې وچې لپاره یې د القاعده ډلې مشر وژلی دی.
ملي امنیت په اعلاميې کې راغلي چې عاصم عمر د هلمند په موسی کلا کې د افغان او امریکایي ځواکونو په ګډو هوايي عملیاتو کې وژل شوی دی. راپورونه وايي چې دی شاوخوا درې اونۍ مخکې وژل شوی خو ملي امنیت یې خبر اوس خپور کړی دی.
1/2: BREAKING: #NDS can now confirm the death of Asim Omar, leader of #Al_Qaeda in the #Indian Subcontinent (AQIS), in a joint US-Afghan raid on a Taliban compound in Musa Qala district of Helmand province on Sep. 23. pic.twitter.com/sFKi38M6MC
— NDS Afghanistan (@NDSAfghanistan) October 8, 2019
دغې ادارې د القاعدې ډلې دغه مخکښ غړي د مړینې په اړه ډیر جزیات نه دي خپاره کړي، خو د هغه د مړي تصویر یې په ټویټر باندې خپور کړی او لیکلي دي چې له عاصم عمر سره د القاعدې ډلې شپږ نور غړي هم وژل شوي دي چې ډیر یې پاکستانیان دي.
تر دې وړاندې واشنګټن پوسټ او د فرانسې خبرې اژانس د عاصم عمر د مړینې په اړه رپوټونه خپاره کړي و خو دا لومړی ځل دی چې ملي امنیت د هغه د مړینې تائید کوي.
د عاصم عمر د مړینې په اړه د القاعدې ډلې او طالبانو تر دې دمه څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان وايي له القاعدې ډلې سره کوم تړاو نلري. افغان حکومت وايي څه باندې ۲۰ ترهګریز سازمانونه په افغانستان کې فعالیت کوي.