ملي امنیت د لوګر مدني فعالان بشري حقونو کمیسیون ته سپارلي

د افغانستان ملي امنیت ریاست محمد موسی محمودي او احسان الله حمیدي د تیرې پنجشنبې په ورځ یو نامعلوم ځای ته لیږدولي وو.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې د لوګر ولایت دوه مدني فعالان محمد موسی محمودي او احسان الله حمیدي يې د چهارشنبې په ورځ ( لیندۍ ۶مه-اکتوبر۲۷) د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمیسیون ته وسپارل.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست یوې سرچینې امریکا غږ ته وویل چې دا دواړه کسان یې له غرمې وړاندې په رسمي ډول د افغانستان د بشري حقونو کمیسییون ته سپارلي دي.

د کمیسیون ویاند شکرالله مشکور هم امریکا غږ اشنا ته وویل چې د دغه کمیسیون د هڅو په پایله کې د ملي امنیت ریاست دا منلې چې دا دواړه فعالان دغه کمیسیون ته وسپاري.

جمهور رئیس غني د لوګر ولایت د مدني فعالانو د دوسیې په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو پرمهال د دغو فعالانو د ساتنې او خوندیوب په برخه کې د شویو اقداماتو سره مخالفت څرګند کړ او وویل چې د افغانستان ملي امنیت ریاست دې په فوري ډول د هغوی د ساتنې او خوندیتوب مسولیت د کورنیو چارو وزارت ته وسپاري.

د سه شنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه د دغه ریاست له خوا د دغو دوو تنو د نیولو خبر ورکړی وو، خو ویلي وو، چې دا دوه تنه یې د هغوی د خوندیتوب لپاره یو مصون ځای ته لیږدولي دي .

د تیرې پنچشنبې په ورځ د ښاغلي محمودي کورنۍ غړو خبریالانو ته وویل چې د افغانستان ملي امنیت ریاست محمودي او حمیدي نیولي او نامعلوم ځای ته یې لیږدولي دي.

څو ورځې وړاندې د ګارډین برتانوي ورځپانې د دغو فعالانو له قوله لیکلي وو چې د لوګر په ولایت کې د یو ښوونځي د یو مشر له لورې پر سلګونو ماشومانو جنسي تېري شوي دي. خو دغې ورځپاڼې په دې اړه پوره جزئیات نه وو ورکړي.

د دغو فعالانو نیول د بشري حقونو د نړیوالو ادارو سربیره په کابل کې د امریکا او جرمني د سفیرانو له خوا هم په کلکه غندل شوي وو.

په کابل کې د امریکا سفیر جان باس په خپل ټویټر پاڼه د ملي امنیت ریاست له خوا د دغو دوو فعلانو څخه د اعتراف اخیستل په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د شتون پر مهال د بندیانو سره چلند ته ورته عمل بللی وو.