د اذربایجان او ارمنستان تازه جګړې کې لسګونه کسان وژل شوي،‌ ترکیې د باکو ننګه وکړه

د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستۍ جګړې کې زرګونه کسان ووژل شول

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ له تازه نښتې وروسته ترکیه د اذربایجان تر څنګ درېدلې ده او له ارمنستان څخه یې غوښتي چې «پاروونکي اقدامات بند» کړي.

د دواړو هېوادونو د دفاع وزارتونه وايي چې جګړه تېره شپه سپتمبر ۱۲ (وږې۲۱) لانجمنې سیمې ناګورنو-قره باغ ته نژدې شوې او لسګونه سرتېري په کې وژل شوي دي.

د ارمنستان یا ارمنیا د دفاع وزیر نیکول پشینان ویلي‌دي چې ۴۹ سرتېري یې وژل شوي او دا د ناګورنو-قره باغ په سر د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې له پيل راهېسې تر ټولو خونړۍ پېښه ده. په ۲۰۲۰ کې د ناګورنا-قره باغ په جګړې کې‌،‌ چې شاوخوا شپږ اوونۍ روانه وه، ۶۵۰۰ کسان ووژل شول.

ارمنستان وايي چې د اذربایجان ځواکونو له نیمې شپه لږ وروسته «د ګوریس او جرموک» د ښارونو په امتداد کې د ارمینیا په پوځي پوستو د توپخانو او نورو درنو وسلو ډزې» پيل کړې.

خو د اذربایجان د دفاع وزارت ارمینیا په سرحد کې د داشکسان ولسوالۍ، کلباجار او لاچین په سیمو کې «په لویو ورانکارو اقداماتو» تورنه کړې او وايي‌ چې «ځواکونه یې تر بریدونو لاندې» راغلي دي.

په همدې حال کې ایران په دواړو هېوادونو څخه غوښتي دي ‌چې له زغم څخه کار واخلي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په یوې اعلامیې کې په دواړو هېوادونو یې غږ کړی دی چې «شخړه په سوله ایز شکل حل کړي او د شخړې د زیاتېدو له کبله یې اندېښنه ښودلې» ده.

ارمنستان وايي چې د اذربایجان سره یې جګړې کې ۴۹ سرتېري وژل شوي‌ او د نړۍ له مشرانو یې د مرستې غوښتنه کړې ده.‌ ارمینیا وايي چې د اذربایجیان ځواکونه یې په خاورو کې د وړاندې تک هڅه کوي.

اذربایجیان د دفاع وزارت هم وايي چې په جګړې کې یې سرتېري وژل شوي خو دقیقه شمېره یې نه ښيي. وايي ځواکونو یې د ارمینیا پاروونکو اقداماتو ته ځواب ویلی دی.

د اذربایجان د بهرنیو چارو له وزیر جیحون بایراموف سره په تیلیفون کې له خبرو وروسته د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په خپل ټویټر کې ولیکل: «ارمینیا باید پاروونکي اقدامات بند کړي او له اذربایجان سره د سولې په خبرو او همکارۍ باندې تمرکز وکړي.»

اخوا د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي دي‌ چې د ملګرو ملتونو څخه به وغواړي چې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د شخړې په اړه بحث وکړي.

ترکیې په ۲۰۲۰ کې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ جګړې کې د اذربایجان ننګه وکړه او بې پیلوټه الوتکې یې هم ورکړې چې بیا په ناګورنو-قره باغ کې یې ځینې سیمې هم بېرته ونیولې.

له تازه جګړې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې روانې خبرې له خطر سره مخامخ شوې دي. تازه نښتې همدغه راز د ترکیې او ارمنستان ترمنځ د بیا پخلاینې ممکنه تړون هم له خطر سره مخامخ کړی. عثماني خلافت د لومړۍ نړیوالې جګړې په مهال «ارمینیان قتل عام» کړل او اوس هڅه روانه وه چې د دواړو خواو ترمنځ بیا پخلاینه وشي.

دا دواړو ګاونډیانو د ناګورنو-قره باغ د مالکیت په سر دوه ځلې جګړې کړې چې لومړی یې په ۱۹۹۰ کال کې او دویم یې په ۲۰۲۰ کې وه. له وروستۍ جګړې وروسته روسیې ۲۰۰۰ ځواکونه سیمې ته واستول چې وضعیت وڅاري. ایران له دواړو هېوادونو سره سرحد لري او په سوله ایز ډول د شخړې د هواري‌ غوښتنه یې کړې ده.

دا راپور د فرانسې د خبري اژانس د معلوماتو په اساس لیکل شوی دی.