سویلي افریقا کې سیلابونو کابو ۶۰ کسان مړه کړي

د سویلي افریقا چارواکو د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۲ (وري ۲۳) وویل چې ددغه هیواد په کوازولونانال کې د سختو اورښتونو، سیلابونو او د ځمکې د ښویدو له امله کابو ۵۹ کسان مړه شوي دي.

سیمه ایزو چارواکو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې ډیری کسان د اثکوني په دوربان سیمه کې د موټرونو په یوه تم ځای کې وژل شوي او څه باندې ۱۴ نور په ایمبي ولسوالۍ کې له منځه تللي دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د سویلي افریقا د هوا پيژندنې ادارې وړاندوینه کړې چې د سه شنبې په ورځ به په هغه هیواد کې سخت اورښتونه چې سیلابونه به هم ورسره مل وي، دوام ولري.

ددغې اعلامیې له مخې، یاد ناورین په سیمه کې بنسټونو او کلیوالو سیمو کې پراخ تاوانونه اړولي دي. ټاکل شوېده د هغه هیواد جمهور رئیس سیریل رامافوزا هم له دې سیمو لیدنه وکړي.

جمهور رئیس رامافوزا ددغو اورښتونه په غبرګون کې ویلي دي چې"دا د طبیت د قدرت له امله له غمه د تلفاتو یو ډک رقم دی او د حکومت موثر غبرګون ته ضرورت لري."

دغو اورښتونو لویي لارې هم تړلي دي ، پلونه، موټرونه او کورونه له منځه تللي دي. دې اورښتونو او سیلابونو څه باندې ۱۴۰ ښوونځي هم متاثره کړي دي.

د سیمه ایزو چارواکو په وینا په کوازولوناټال ولایت کې څه باندې دوه زره د استوګنې کورونه او څلور زره بې نقشې کورونه زیانمن شوي دي.

د یاد ولایت د طبیعي پيښو سره د مبارزې مسول د زیانمنو سیمو له اوسیدونکو غوښتي دي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او له هغو خلکو چې په ټیټو سیمو کې ژوند کوي غوښتي دي چې لوړو سیمو ته ولاړ شي.

د راپورونو پر اساس، ددغو سختو اورښتونو او سیلابونو له امله په یاد ولایت کې چور او تالان هم شوی دی.

د فرانسې خبري اژانس د تلویزیوني تصاویرو پر اساس خبر ورکړی چې خلکو د اروښتنو پرمهال کانتینرونه او ګدامونه هم لوټ کړي دي.