سږکال نږدې یو میلیون مهاجر افغانستان ته راستانه شوي

سږکال شاوخوا ۹۳۰ زره افغان مهاجر له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د افغانستان د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، سږکال له پاکستان او ایران څخه نږدې یو میلی افغان مهاجر افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت د شمیرو له مخې، دا مهال شاوخوا ۷ میلیون افغانان د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د مهاجرت شپې او ورځې تیروي، چې نږدې پینځه میلیونه یې په پاکستان او ایران کې ژوند کوي.

د مهاجرینو او راستنیدونکو وزارت مسلکي مرسیتال فاضل احمد عظیمي د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل "سږکال تر اوسه ۹۳۰ زره افغان مهاجر له پاکستان او ایران څخه هیواد ته راستانه شوي دي، په همدې حال کې شمیرې ښيي، چې د ۵۰۰ نه تر ۶۰۰ زره نور په کور دننه بې‌ځایه شوي دي".

ښاغلي عظیمي زیاته کړه، چې پر دې سربیره په کابل او ولایتونو کې شاوخوا یو میلیون نور کورني بې‌ځایه شوي هم شته، چې تر اوسه په رسمي توګه ثبت شوي نه دي.

په افغانستان کې د وروستیو جګړو له امله، په تیرو نهو میاشتو کې څه باندې ۹۰ زره کورنۍ له کندز، فراه، ارزګان، ننګرهار، فاریاب، هلمند، غزني سرپل، پکتیا، بغلان او بادغیس ولایتونو څخه بې‌ځایه شوي، چې د چارواکو پر وینا ۳۳ فیصده یې بیرته خپلو اصلي سیمو ته ستانه شوي دي.

د ژمي په موسم کې له پاکستان او ایران څخه د زیات شمیر افغان مهاجرینو راستنیدل د افغان حکومت لپاره یوه لویه ننګونه شمیرل کیږي.

د افغانستان حکومت او د کډوالو د چارو نړیوالې ادارې هڅه کوي، تر څو د راستنیدونکو او په کور دننه د بې‌ځایه شوو کډوالو لپاره د سرپناه په برخه کې نوې تګلارې جوړې کړي.

د همدغو هڅو په لړ کې افغان حکومت د کورني بې‌ځایه شویو او راستنیدونکو کډوالو ملي پالیسي جوړه کړې، چې له مخې يې د هغوی لپاره د استوګنې د ځای برابرولو تر څنګ نور خدمتونه هم وړاندې کیږي.

ټاکل شوې وه، چې د دغې پالیسۍ عملي کار له ننګرهار ولایت څخه پیل شي، خو د افغانستان د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال وویل، په دغه ولایت کې د ناامنیو له امله د پالیسي د عملي کولو چارې یې له هرات ولایت څخه پیل کړې.

له بلې خوا له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې مرستیال قسیم حیدري وايي، چې په کور دننه د بې‌ځایه شویو کورنیو له شمیرې ۵۸ فیصده یې ماشومان دي.

هغه دا موضوع یو 'ډیر لوی ناروین' وباله او ویې ویل، چې د کورني بې‌ځایه شویو او راستنیدونکو کډوالو د ستونزو لرې کولو لپاره هڅې روانې دي.