عربي هیوادونو قطر ته د خپلو غوښتنو لست ورکړ

قطر د خپلو عربي گاونډیو تورونه چې وایي دا هیواد د ترهگرو ملاتړ کوي او هغوی تمویلوي ردوي او هغه بې بنسټه بولي

سعودي عربستان او نورو عربي هیوادونو چې د قطر سره یې اړیکې شلولي د خپلو غوښتنو لست د قطر شاهي دولت ته ورکړ چې په کې د ایران سره د اړیکو شلول شامل دي.

د عربي هیوادونو او د قطر ترمنځ د رامنځ ته شوي کړکیچ د پای ته رسولو په خاطر د قطر عربي گاونډیو له دوحه نه غوښتي چې د ایران او د اخوان المسلمین له ډلې سره اړیکې وشلوي.

په دغه لست کې ١٣ مورده ذکر شوي دي چې د کویټي مقاماتو له خوا قطر ته ورکړل شوي. دغو عربي هیوادونو همداشان له قطر نه غوښتي چې په خپل هیواد کې د ترکي پوځیانو شتون پای ته ورسوي.

ترکیې د قطر په وړاندې د سعودي په مشري د عربي هیوادونو اقدام غندلی چې له دوحه سره یې اړیکې شلولي او دا کوچنی هیواد یې د اقتصادي محاصرې سره مخامخ کړی دی.

ترکیې قطر ته ٢٣ نور پوځي پرسونل او یوه کارگو بېړۍ چې خوراکي توکي په کې بار دي استولي دي. ددغو نویو پوځیانو په لیږلو سره اوس په قطر کې د ترکي قواو شمیر ١١١ تنو ته رسیږي. د ترکیې د حریت ورځپاڼې په وینا کیدای شي ترکیه څه دپاسه ١٠٠٠ سرتیري په قطر کې ځای پر ځای کړي.

د جون د میاشتې په لومړیو کې سعودي عربستان، مصر، متحده عربي اماراتو او بحرین له قطر سره اړیکې وشلولې. دوی تور ولگوي چې قطر ترهگري تمویلوي. دغه ډول تور د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ له لورې هم مطرح شوی دی.

دغو څلورو عربي هیوادونو قطر ته ١٠ ورځې مهلت ورکړی چې د هغوی غوښتنو ته ځواب ووایي. په دغو غوښتنو کې د خسارې جبران هم شامل دی چې کچه یې نه ده څرگنده شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر خبرداری

له قطر نه د عربي هیوادونو د غوښتنو په غبرگون کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړی و چې له قطر نه غوښتنې باید "معقولې او عملي" اوسي.

په دوحه کې مقاماتو تر اوسه د عربي هیوادونو د غوښتنو په اړه تبصره نه ده کړې، خو د اسوشیتید پرس اژانس د رپوټ له مخې د عربي هیوادونو د غوښتنو په لست کې داسې شرایط شته چې قطر ښایي هغه عملي نه کړي.

قطر د عربي گاونډیو له لورې پر دوحه باندې مطرح شوي تورونه ردوي او هغه بې اساسه بولي. قطري مقاماتو ویلي دي چې تر هغه به مذاکره ونه کړي چې پر دوحه باندې لږیدلي بندیزونه لرې نه شي.