نتنیاهو: امریکا ته مې ویلي چې د فلسطیني دولت د جوړېدو مخالف یم

د اسرائيل صدراعظم نتنیاهو

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ جنوري ۱۸ (مرغومې۲۸) وویل چې متحدو ایالتونو ته یې ویلي دي چې د فلسطیني‌ دولت له جوړېدو سره مخالف دی. واشنګتن د فلسطینیانو لپاره د مستقل دولت د جوړېدو ننګه کوي.

اسرائیلي ‌مقاماتو تل د فلسطیني مستقل دولت له جوړېدو سره مخالفت کړی، خو په یو خبري کنفرانس کې، چې اسرائیلي رسنیو خپور کړی، د نتنیاهو دا څرګندونې د هغه جدیت او له امریکا سره د اسرائیل ښکاره فاصله په ګوته کوي. امریکا له حماس سره په جګړې کې د اسرائیل تر څنګ ولاړه ده.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د اسرائیل د صدراعظم دا څرګندونې رد کړې او ویې ویل: «دا د نتنیاهو تازه څرګندونې نه دي، ښکاره خبره ده چې موږ دا په متفاوت نظر ګورو.»

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په داووس کې په نړیوال اقتصادي‌ فورم کې د نړۍ مشرانو ته وویل چې «د منځني ختیځ د سولې لپاره، د یو فلسطیني‌ دولت جوړېدل لازمي» دي.

د اسرائیل صدراعظم په خپل خبري کنفرانس کې ويلي دي: «د اینده لپاره په هر ډول ترتیباتو کې... اسرائیل باید د لویدیځې غاړې د قلمرو په ټولو امنیتي ضرورتونو باندې کنترول ولري.»

نوموړي له امریکا سره خپلو اړیکو ته په اشارې وویل چې «صدراعظم باید خپلو دوستانو ته د نه ویلو وړتیا ولري».

امریکا له څو اوونیو راهېسې په اسرائیل باندې فشار راوړی دی چې په غزې کې د ولسي خلکو تلفات کم کړي.

اسرائیلي مقامات وايي چې د حماس ډلې تېرکال د اکتوبر په اوومې نېټې په اسرائیل باندې بریدونه وکړل او ۱۱۴۰ تنه یې ووژل چې اکثریت یې ولسي خلک دي.

په غزې کې د روغتیا مقامات وايي چې د اسرائیل په عملیاتو کې په غزې کې څه باندې ۲۴۶۲۰ کسان وژل شوي چې ۷۰ سلنه یې ښځې، ماشومان او مسن خلک دي. دوی وايي چې په دغو بریدونو کې تر ۶۰زرو ورپورته نور خلک ژوبل شوي دی.