د هالند په ټاکنو کې د اسلام ضد سیاستوال ماتې وخوړه

ویلډرز صدراعظم روتې ته خبرداری ورکړی چې د ده او د غورځنګ پالیسۍ به یې دوام ولري.

د هالند ټاکنو د لومړنیو پایلو پر بنسټ، د صدراعظم مارک روتي ګوند په پارلمان کې اکثریت څوکۍ ګټلي او افراطي ښي اړخي عوامپاله ، خیرت ویلدرز ته د تمې خلاف ماتې ورکړې ده.

د هالند په پارلماني ټاکنو کې د اسلام ضد سیاستوال، خیرت ویلدرز پر وړاندې د صدراعظم مارک روتی بریا د هالندیانو په ګډون یو ډیر شمیر اروپایان خوشحاله کړي دي.

د هالند ټاکنو چې پایلې یې د پنجشنبې په ورځ [مارچ ۱۶] اعلان شوې ځکه په کور دننه او بهر د خلکو پام راجلب کړی و چې له اروپایي ټولنې څخه د برېټانیا تر وتلو او همداراز د ډونالډ ترمپ تر ټاکل کیدو وروسته، په یوه اروپايې هیواد کې لومړۍ ټاکنې وې.

د ۱۵۰ څوکیو لپاره د ډیرو رایو تر شمېرل کیدو وروسته، د صدراعظم مارک روتي ګوند ۳۳ څوکۍ خپلې کړې دي. د رئپوټو له مخې د خیرت ویلدرز ګوند ۱۹ څوکۍ ګتلي دي.

صدراعظم روتې د ټاکنو پایلې د "ډیموکراسۍ لمانځنه" وبلله ویې ویل:"فکر کوم د هالند خلکو دوه پیغامونو ته ځواب ورکړ. اول داچی موږ باید نوې تجربه ونکړو، بله دا چې د هېواد پالیسیو ته دوام ورکړو چې اقتصاد پیاوړي شي."

یو شمیر هيوادونو د هالند د ټاکنو د پایلو تر اعلانیدو وروسته غبرګون وښود. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د لیبرال حاکم ګوند او د مهاجرینو ضد فاشېست ګوند د سیاستوال خیرت ویلډرز ترمنځ توپیر نشته.

ویلډرز صدراعظم روتې ته خبرداری ورکړی چې د ده او د غورځنګ پالیسۍ به یې دوام ولري.

نوموړي وویل: " موږ به تر راتلونکو ټاکنو پورې انتظار وباسو"

ویلدرز د کمپاینونو پر مهال ژمنه کړې وه چې مسلمان مهاجرو ته اجازه نه ورکوي چې هالند ته راشي. نوموړي همداراز ویلي وو چې جوماتونه بندوي، د قرانکریم پر خرڅلاو بندیز لګوي او هالند له اروپايې ټولنې څخه وباسي.

د هالند یو ډیر شمېر اوسېدونکو ویلي چې حاکم ګوند ته یې ځکه رایه ورکړې چې په وینا یې اوسني صدراعظم تر خپلې اوسې ددغه هېواد لپاره کار کړی دی.