کاناډايي چارواکي وايي، ۳۳۵ نور افغان کډوال یې له پاکستان څخه انتقال کړل

د کاناډا حکومت د کډوالۍ، پناه او تابعیت ورکولو چارو ادارې یا (IRCC) هغه هیواد ته یو ځل بیا له پاکستان څخه د سلګونو افغان کډوالو د انتقال خبر ورکړ.

دې ادارې تېره شپه نومبر دوهمه (لړم ۱۱) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې تېره ورځ ۳۳۵ نوي افغان کډوال په ځانګړي پرواز کې له پاکستان څخه د دغه هیواد «ساسکاټون» سیمې ته انتقال شول.

د کاناډا حکومت د کډوالۍ، پناه او تابعیت ورکولو چارو ادارې ویلي: "دوی به د کاناډا په ۱۸ بېلابېلو ټولنو کې چې له هغه جملې څخه موس فک،پرنس البرت،رجینا او ټورنټو کې ځای پر ځای شي."

د کاناډايي چارواکو په وینا په یادو کسانو کې د افغان ترجمانانو د کورنیو د غړو ترڅنګ هغه کسان هم شامل و چې په افغانستان کې د کاناډا ماموریت پر مهال له دوی سره کار کړی و.

د کاناډا د مهاجرت، پناه ورکونکې او تابعیت ادارې د تېرې پنجشنبې په ورځ اکتوبر۲۷ ( لړم پنځم) هم له پاکستان او تاجیکستان څخه هغه هیواد ته د ۶۶۸ نورو افغان کډوالو د انتقال خبر ورکړی و.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې یاد افغان کډوال به له هغو ۲۱۳۰۵ افغان کډوالو سره يو ځای شي چې د ۲۰۲۱ کال تر اګست میاشتې وروسته دغه هیواد ته رسېدلي دي.

د کاناډا حکومت پخپله خاوره کې شاوخوا ۴۰زره افغان کډوالو ته د ځای ورکولو ژمنه کړې ده.

د کاناډا حکومت د دغې پرېکړې په اساس ټاکل شوې د ترجمانانو او د هغوی د کورنیو په ګډون ۵ زره کسان د کډوالۍ ځانګړي پروګرام او څه باندې ۱۸زره نور له ګواښ سره مخ افغانان د بشردوستانه پروګرام له لارې هغه هیواد ته انتقال کړي.

د کاناډا د کډوالۍ ادارې یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې دغه هیواد د نورو افغان کډوالو چې له دوی سره یې په افغانستان کې کار کړی دی هغه هیواد ته د انتقال بهیر ارزوي.

د کاناډا د کډوالو، پناه ورکوونکو ادارې هم ویلي چې دغه هیواد ته تازه تللي کډوال به د کاري قوي زیاتوالي په برخه کې مرسته وکړي او تر کرونا ویروس وروسته به د دغه هیواد په اقتصادي وده کې هم مهم رول ولري.

د تیر کال د اګست میاشتې له ۱۵ څخه تر ۳۰ مې نېټې لږ تر لږه ۱۲۴ زره کسان له افغانستان څخه و ایستل شول،خو اوس مهال دغه بهیر پڅ شوی دی او په زرګونو په شرایطو برابر کسان د وتلو په تمه دي.