په کونړ کې دکوکنارو پرځای دمرخېړیو کرکېله دودېږي

سږکال هم د کونړ د ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي وو.

د افغانستان په ختیځ د کونړ په ولایت کې دا هڅې روانې دي، چې د کوکنارو د کر په ځای د مرخېړيو کرل دود شي او ددې ولایت د کرهڼې چارواکي وايي، چې مرخیړي په هر لحاظ د کوکنارو یو ښه بدیل دی.

دکونړ د کرهڼې او مالدارۍ رئیس انعام الله صافی وایي مرخېړي هغه ځنګلي نباتات دي چې د کنړ په ځنګلونو کې پیداکېږي، ښه قیمت لري او د مرخیړیو د بیعې د لوړوالي له امله غواړي چې د کوکنارو په ځای دا نباتات پدغه ولایت کې د عامو بزګرانو په منځ کې دود کړي.

ښاغلي صافي له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې اوسمهال مرخېړي په غیرې رسمي ډول ددې ولایت په غرنیو سیمو کې کرل کیږي او په ازاد بازار کې د مرخېړیو د یوې کیلو ګرامه بیعه تر دېرش زرو افغانیو پورې رسیږي.

هغه وویل " مرخیړی پخپله یو طبي نبات دی چې په درملو کې ترې ګټه اخېستل کیږي، د مرخېړیو د پروژو په ترسره کولو سره به مونږ وکولی شو چې د کوکنارو مخه ونیسو، یوه طرحه مو جوړه کړې دشپږ لکه ډالرو په ارزښت، بهرنیو موسساتو ته مو هغه استولې، په ولسوالیو کې کروندګرو ته بېلابېل ښوونځي جوړو چې دمرخېړیو دکرکېلې نوي میتودونه زده کړي".

سره له دې چې په کونړ کې د نورو ختیځو ولایتونو په پرتله لږ کوکنار کرل شوي او کرل شوي کوکنار هم د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې شته، خو ددې ولایت د کرهڼې مسؤلین وايي، د لږو کرل شوو کوکنارو له منځه وړلو او په اینده کې یې د مخنیوي لپاره د مرخېړیو ښه بدیل پیدا کړی دی.

ددې ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې مسؤلین وايي، که څه هم سږ کال د کر شوو کوکنارو کچه نده معلومه چې په څومره جریبه ځمکه کې کرل شوي وو خو اټکل ښيي، چې اندازه به یې کمه وي.

ښاغلی صافی پدې ټینګار کوي، چې مرخېړي به د کونړ د کروندګرو له اقتصاد سره مرسته وکړي او بزګران به د خپل اقتصاد د پیاوړي کولو لپاره مرخېړي د کوکنارو په ځای انتخاب کړي.

د کونړ یو شمېر کروندګر بیا وايي، د کوکنارو له کرکیلې ستړي دي او د ښه بدیل په لټه کې دي.

دپیچ درې یو تن کروندګر سید یوسف وایي چې دوی له دې وروسته په خپلو ځمکو کې کوکنار نه کري او غواړي دهغه د بدیل مرخېړي کرل پیل کړي.

سید یوسف وايي "مرخیړي هم ګران دي او هم ارزښت لري، روزل یې هم ستونزمن نه دي او دکوکنارو پرځای یو په لس ښه نبات دی، حلال هم دي او ګټه یې هم ډېره ده".

یو شمېر کونړي کروندګر بیا له حکومت غواړي، چې د مرخېړیو د کر د دودولو لومړنۍ اسانتیاوې ورته برابرې کړي، په کوردننه او بهر یې د پلور لپاره بازار موندنه ورته وکړي.

د ماڼوګۍ ولسوالۍ یو کروندګر سید اجان وايي، سږ کال یې په یوه جریب ځمکه کې کوکنار کرلي خو راتلوونکي کال ته به یې په ټوله ځمکه کې مرخېړي ولاړ وي.

سید اجان وايي " کال ته زه په ټوله ځمکه کې مرخېړي کرم، دکوکنارو نه آسان هم کرل کېږي، ګټه یې هم ډېره ده خو دولت باید موږ ته تخمونه او نور دکرلو امکانات راکړي بله دا چې د خرڅولو لپاره باید موږ ته بازار هم پیداکړي".

بل لورته کرهڼیز کارپوهان بیا په کونړ کې د کوکنارو پر ځای د مرخېړیو د دودولو له هڅو نه خوښ دي، دوی وايي، مرخیړي پدغه ولایت کې ښه نتیجه ورکوي، د کروندګرو له اقتصاد سره به مرسته وکړي او د کوکنارو یو ښه بدیل دی.

د ننګرهار پوهنتون د کرهڼې د پوهنځنۍ رئيس سید اجان عتیق عبدیانی بیا وايي، چې مرخیړي ان روغتیايي ګټې هم لري.

ښاغلی عبدیانی وايي" له دې څخه د پسرلي په لومړیو کې ګټه پورته کېږي او دسبزي او کیمیاوي نبات په توګه ترې کار اخیستل کېږي، په دې نبات کې لږه اندازه تریخ کیمیاوي مواد هم شته چې دشکرې، زړه ناروغۍ او دوینې فشار لپاره ګټوره پایله لري او کولی شو ددې ناروغیو په درملنه کې ترې سمه ګته پورته کړو".

کونړ د افغانستان په ختیځ کې یو له هغو غرنیو ولایتونو نه دی، چې لږې کرهڼیزې ځمکې لري خو دا چې مرخیړي په ځنګلونو او غرونو کې کیږي نو دا ولایت د مرخیړیو کر ته مناسب دی او ښه اقلیم هم لري.