افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۶۰۷ ته ورسېدې

تر اوسه ۳۸ تنه له کرونا ویروس څخه بیرته روغ شوي دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ۵۲ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.

د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار نن یکشنبه اپرېل۱۲ (وري ۲۴) خبریالانو ته وویل چې د یادو پېښو څخه ۲۸ یې یوازې کابل، ۸ کندهار، ۷ هرات، ۴ بلخ ،۲ بامیان او یوه ـ یوه هم په ننګرهار هلمند او پکتیا ولایتونو کې ثبت شوې ده.

ښاغلي مایار زیاته کړه چې په دې سره په افغانستان کې د کروناویروس د مثبتو پېښو شمېر ۶۰۷ ته ورسېد چې تر تر ټولو زیاتې په هرات، کابل او کندهار ولایتونو کې ثبت شوي دي.

نوموړي وویل چې تر دا مهاله په هیواد کې د کروناویروس له امله ۱۹ تنه مړه شوي او ۳۸ نور له دغه ناروغۍ څخه بیرته روغ شوي دي.

هغه وویل چې د یادې ناروغۍ له امله وروستی مړ شوی کس ۵۴ کلن د لوګر ولایت اوسېدونکی و او هغه کس چې له دغه ناروغۍ څخه جوړ شوی ۶۲ کلن او د کابل ولایت اوسېدونکی دی.

افغان حکومت په هیواد کې د کروناویروس د خپرېدو مخنیوي په هدف جدي تدابیر نیولي دي. د کابل په ګډون لوی ښارونه قسمي قرنطین شوي، دولتي ادارې، تعلیمي او ښوونیز مرکزونه هم رخصت شوي دي.

روغتیا وزارت له خلکو څخه غوښتي چې له کرونا ویروس څخه د خوندي پاتې کېدو په خطر په خپلو کورونو کې پاتي شي او په دې اړه د دوی وقایوي لارښووني عملي کړي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د نن یکشنبې تر سهار اپریل۱۲ (وري۲۴) پورې ۱۰۸۸۶۷ کسان مړه کړي او تریو میلیون زیات پرې اخته دي.

دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې خپور شوی دی.