افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر نژدې۲۸زرو ته ورسېد

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د یاد هیواد په ۱۲ ولایتونو کې د کروناویروس۳۴۶ مثبتې پېښې ثبت شوي دي

روغتیا وزارت نن جمعه جون۱۹(غبرګولې ۳۰) رسنیو ته په لېږل شوو معلوماتو کې ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې د کروناویروس د ۸۹۳ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۳۴۶ یې مثبتې ثابت شوي دي.

د روغتیا وزارت د رسمي معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې کروناویروس مثبتو پېښو شمېر ۲۷۸۷۸ ته لوړ شو.

له یادو پېښو څخه ۲۳۱ په کابل، ۲۵ په کندهار،۲۵ پکتیا،۱ ننګرهار،۵ تخار،۱۹ بامیان، ۶کندز،۱۹ نیمروز،۹هلمند، ۴ زابل،۶ ارزګان او دوې نورې په نورستان ولایت کې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیره یوه شپه او ورځ کې یوازې په هلمند ولایت کې د کرونا ویروس له امله ۲ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۵۴۸ تنو ته لوړ شو.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۲ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره ټول روغ شوو کسانو شمېر ۷۹۶۲ تنو ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن جمعه تر غرمې جون ۱۹(غبرګولې ۳۰) پورې په نړۍ کې ۴۵۴۲۱۴ تنه د یادو ویروس له امله مړه شوي او څه باندې اته میلیونه نور په اخته شوي دي.