افغانستان کې په کروناویروس د اخته ناروغانو شمېر ۲۳۹ ته ورسېد

د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په افغانستان کې په بې ساري ډول په تیرو دریو ورځو کې د کرونا د ویروس پیښې زیاتې شوي او د پنجشنبې د ورځې د وري د څوارلسمې سهار پورې پر دغې ناروغۍ د اخته ناروغانو شمیر ۲۳۹ تنو ته رسیدلی دی.

په نوو ثبت شوو پيښو کې ۴۱ یې په هرات او دوه نورې په کابل کې ثبت شوي دي.

د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د کرونا د ویروس د ناروغۍ پیښې ثبت شوي، چې ټر ټولو ډیرې یې تراوسه د هرات او کابل په ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تراوسه په دغه هیواد کې د کرونا د ویروس پر ناروغۍ اخته څلور تنه مړه شوي او پنځه تنه نور د درملنې وروسته بیرته خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت سلاکار او ویاند ډاکټر وحیدالله مایار ویلي، چې په افغانستان کې د کرونا د ویروس پر ناروغۍ اخته ۷۵ فیصده ناروغان له ایران څخه دغه هیواد ته ستانه شوي او پاتې ۲۵ فیصده ناروغان بیا د نورو له خوا پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي.

ایران د افغانستان په ګاونډ کې د کرونا د ویروس د ناروغۍ تر اغیز لاندې دی او په دغه هیواد کې دا ناروغي ډیره پراخه شوې ده.

د ایران د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د چهارشنبې تر ورځې په ایران کې د کرونا د ویروس پر ناروغۍ ۳۰۳۶ تنه مړه شوي او اوه څلویښت زره ۶۰۰ تنه نور پر دغې ناوغۍ اخته شوي دي.

هرات ولایت، چې د ایران سره اوږد سرحد لري د کرونا د ویروس د ناروغانو شمیر په کې ۱۸۴ ته رسیدلی دی.