کرونا ۲۴ ساعتونو کې ۷ افغانان مړه کړي او ۱۷۲ نور پرې اخته شوي

تر دا مهاله یو ۱۵۸ روغتیايي پرسونل هم په کرونا ویروس اخته شوی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۷۲ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.

د وزارت ویاند وحیدالله مایار وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله اوه تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله دمړو شویو افغانانو شمېر ۵۷ تنو ته ورسېد.

هغه وايي‌چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روغتیا وزارت په لابراتوارونو کې د کرونا ویروس د ۶۰۳ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۱۷۲ یې مثبت شوي دي.

دا تر اوسه د کرونا ویروس د مثبتو پېښو تر ټولو لوړ شمېر دی چې روغتیا وزارت یې په یوه ورځ کې اعلانوي.

ښاغلي مایار نن دوشنبه اپرېل ۲۷(غويي۸) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دې سره په هیواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۱۷۰۳ ته ورسېد.

نوموړي وویل په تازه پېښو کې ۳۴ کسان په بلخ، ۳۳ په هرات، ۲۷ په کابل،۲۱ په کندهار، اته په بغلان، اته په پکتیا، پنځه په غور، پنځه په سرپل، څلور په سمنګان، څلور په نیمروز،درې په ننګرهار، درې په فاریاب، درې په لغمان، درې په خوست، دوه په هلمند او یو-یو په پکتیکا او پنجشنیر کې په کروناویروس اخته شوي دي.

هغه وايي چې تر دا مهاله د روغتیايي سکټور۱۵۸ پرسونل هم په کرونا ویروس اخته شوی چې په وینا یې ډاکټران، نرسان او نور روغتیايي کار کوونکي پکې شامل دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس له تېرې ورځې راپدېخوا له کرونا ویروس څخه ۱۳ کسان بیرته جوړ شوي چې په دې سره د ټولو جوړو شوو کسانو شمېر ۲۲۰ تنو ته ورسېد.

هغه وویل چې په افغانستان کې د کرونا ویروس خپرېدو ګواښ ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی چې په وینا یې په راتلونکو اونیو کې خلک باید له اړتیا پرته ګرځېدو څخه ډډه وکړي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د دوشنبې تر غرمې اپریل۲۷ (غويي۸) پورې ۲۰۶۵۶۵کسان مړه کړي او تردوو میلیون زیات پرې اخته دي.

دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې خپور شوی دی.