افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۴۰۳۳ ته پورته شو

کرونا ویروس تر دا مهاله ۱۱۵ تنه مړه کړي او ۵۰۲ تنه بیرته روغ شوي.

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې ۲۵۳ تنه نور په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د روغتیا وزارت معین ډاکټر وحید مجروح نن شنبه مې۹ (غويي۲۰) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۵۲۰ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۲۵۳ یې مثبت ثابت شوي دي.

ښاغلي مجروح زیاته کړه چې په دې سره د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۰۳۳ ته لوړ شو چې ډېرې په کابل، هرات او کندهار ولایتونو کې دي.

نوموړي وویل چې تر دامهاله د روغتیا وزارت ۳۹۲ ډاکټران، روغتیايي کار کوونکي او نرسان هم په کرونا ویروس اخته شوي دي چې یو شمېر یې د قرنطین په حال کې دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۶ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۱۵ تنو ته پورته شو. او ۲۹ تنه نور بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۵۰۲ تنو ته ورسېد.

  • په افغانستان کې د چارواکو په کرونا ویروس اخته کېدل.

تر دا مهاله په افغانستان کې د روغتیا د وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز، د کابل والي مرستیالې او کندهار والي په کرونا ویروس د اخته کېدو راپور ورکړل شوی دی.

روغتیا وزارت د تیرې پنجشنبې په ماښام وویل چې ډاکټر فیروز الدین فیروز په کرونا ویروس اخته شوی، او دا مهال په پخپل کور کې د قرنطین په حال کې دی.

د روغتیا وزارت معین ډاکټر وحید مجروح نن شنبه د ښاغلي فیروز روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ وباله.

د کندهار والي حیات الله حیات هم نن شنبه امریکا غږ ته تائید کړه چې د کرونا ویروس ټیسټ یې مثبت ثابت شوی او دا مهاله په ولایت مقام کې د قرنطین په حال کې دی.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د شنبې تر غرمې مې۹ (غويي۲۰) پورې ۲۷۴۹۳۴ کسان مړه کړي او نژدې څلور میلیون پرې اخته دي.

دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۷ هېوادونو کې خپور شوی دی.