کرونا په ۲۴ ساعتونو کې افغانستان کې ۲۰تنه مړه کړي

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د یاد هیواد په ۲۲ ولایتونو کې د کرونا ویروس ۶۶۴ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

روغتیا وزارت نن یکشنبه جون۱۴(غبرګولې۲۵) رسنیو ته په لېږلو معلوماتو کې ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۱۲۱۱ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې۶۶۴ یې مثبت و.

یاد وزارت ویلي چې په دې سره په افغانستان کې کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۲۴۷۶۶ ته لوړ شو.

همدرانګه په تیره یوه شپه او ورځ کې په څلورو ولایتونو کابل، ننګرهار، پکتیا او پروان کې د کرونا ویروس له امله ۲۰ تنه هم مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر۴۷۱ تنو ته لوړ شو.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۲۴تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره ټول روغ شوو کسانو شمېر۴۷۲۵ تنو ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن یکشنبې تر غرمې جون ۱۴(غبرګولې۲۵) پورې په نړۍ کې ۴۰۳۳۹۸ تنه د یادو ویروس له امله مړه شوي او څه باندې اووه میلیونه نور په اخته شوي دي.