افغانستان کې د کروناویروس ۷۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي

په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۳۸۳۹۸ ته ورسېدې.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۷۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

روغتیا وزارت نن یکشنبه سپټمبر۶(وږې۱۶) ویلي چې په دې سره په دغه هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر۳۸۳۹۸ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار ولایت کې له کرونا ویروس څخه ۳ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۴۱۲ تنو ته پورته شوو.

همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ویروس څخه ۴۶۰تنه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۰۵۳۷تنو ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین هیواد د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شوو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۲۶ میلیونه کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې ۸۸۰زره نور ورڅخه مړه شوي دي.