افغانستان کې ۹۶ تنه په کرونا اخته شوي درې نور مړه شوي

په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸۴۹۴ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۹۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي او ۳ تنه مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن دوشنبه سپټمبر۷(وږې۱۷) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۴۷۸ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۹۶ یې مثبت ثابت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸۴۹۴ته ورسېد.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله په هرات، بلخ او ننګرهار کې د کرونا ویروس له امله درې تنه مړه شوي چې په اساس د کرونا له امله د مړینې شمېر ۱۴۱۵ تنو ته لوړ شو.

همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بلخ او کندهار کې له کرونا ویروس څخه ۲۰ تنه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۰۵۵۷ته پورته شوو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین هیواد د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شوو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۲۷ میلیونه کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې۸۸۹زره نور ورڅخه مړه شوي دي.