افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۳۹زره ورسېده

تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۲۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

روغتیا وزارت نن شنبه سپټمبر ۱۹ (وږې ۲۹) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۹۵مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۲۲ یې مثبت ثابت شوي دي.

له یادو پېښو څخه ۱۷ بلخ، درې ننګرهار او دوې په کونړ ولایت کې ثبت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸۹۱۹ ته ورسېد.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی او د مخکنیو معلوماتو په اساس په دغه هیواد کې کرونا۱۴۳۷ تنه مړه کړي دي.

تر دا مهاله په افغانستان کې له کرونا ویروس څخه ۳۲۵۷۶ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین هیواد د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شوو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۳۰ میلیونه کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې۹۵۱زره نور ورڅخه مړه شوي دي.