افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې له ۳۹زرو نه پورته شوې

تر دا مهاله ۱۴۴۱ تنه له کرونا څخه مړه شوي دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۱۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوي او څلور تنه مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن شنبه سپټمبر ۲۰ (وږې ۳۰) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۳۹۸مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۱۲۵ یې مثبت ثابت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۰۴۴ ته ورسېد.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله ۴تنه هم مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۴۴۱ تنو ته پورته شوو.

تر دا مهاله په افغانستان کې له کرونا ویروس څخه ۳۲۵۷۶ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین هیواد د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو او بیا په چټکه په وبا واوښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۳۰ میلیونه کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې۹۵۷زره نور ورڅخه مړه شوي دي.