تیر ۲۴ ساعتونه؛ افغانستان کې۳۰ تنه کرونا نیولي، درې مړه شوي

افغانستان کې د کرونا ټولې مثبتې پېښې ۳۹۰۷۴ او د ټولو مړو شمېر ۱۴۴۴ ته رسیدلی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۳۰ مثبتې پېښې ثبت شوي او درې تنه مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن دوشنبه سپټمبر ۲۱ (وږې ۳۱) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۶۵مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۳۰ یې مثبت ثابت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۰۷۴ ته ورسېد.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله درې تنه هم مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۴۴۴ تنو ته پورته شو.

تر دا مهاله په افغانستان کې له کروناویروس څخه ۳۲۵۷۶ تنه بیرته جوړ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین هیواد د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو او بیا په چټکه په وبا واوښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۳۱ میلیونه کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې۹۶۰زره نور ورڅخه مړه شوي دي.