افغانستان کې د کرونا ویروس ۴۴ نوري مثبتې پېښې ثبت شوي

تر اوسه په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله ۱۴۶۲ تنه مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۴۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

روغتیا وزارت نن یکشنبه اکتوبر۴ (تلې ۱۳) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۳۵۷ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۴۴ یې مثبت ثابت شوي دي.

په دې سره په دې هیواد کې د کروناویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۳۴۱ ته پورته شو.

د رسمي شمېرو له مخې تر دا مهاله په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله ۱۴۶۲ تنه مړه شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د نن یکشنبې تر ورځې پورې په افغانستان کې ۳۲۸۵۲ تنه بیرته له دې ناروغۍ څخه روغ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو په چټکه په وبا واوښت او په ټولې نړۍ کې خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۳۴ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یو میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.