افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې نژدې ۴۰ زرو ته ورسېدې

تر دا مهاله په افغانستان کې ۳۳۳۵۴ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ۶۶مثبتې پېښې ثبت شوي او یو تن مړ شوی دي.

روغتیا وزارت نن چهار شنبه اکتوبر ۱۴ (تلې ۲۳) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۳۱۸ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۶۶ مثبت ثابت شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۹۹۴ ته پورته شو.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د یو تن په مړه کېدو سره د کرونا ویروس له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۴۸۱ تنو ته ورسېد.

روغتیا وزارت وايي چې تر دا مهاله په افغانستان کې ۳۳۳۵۴ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او ډیر ژر په وبا واوښت او بیا ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۳۷ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یوملیون نور ورڅخه مړه شوي دي.