د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویرس ۱۱۳ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۶ کسان مړه شوي دي.
روغتیا وزارت نن چهار شنبه اکتوبر ۲۸ (لړم ۷) ویلي چې په تېره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۵۷۶ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۱۱۳ یې مثبت وو.
د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۱۱۴۵ ته پورته شو.
همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶ تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۵۲۹تنو ته ورسېد.
د معلوماتو په اساس تر دا مهاله ۳۴۲۳۷ تنه بیرته کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.
کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په دسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو، ډیر ژر په وبا واوښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.
د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو له مخې تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۴۴ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي او شاوخوا یو میلیون نور کسان د دغه ویروس له کبله مړه شوي.