افغانستان کې ۱۷۴ تنه نور په کرونا ویروس اخته شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویرس ۱۷۴مثبتې پېښې ثبت شوي او څلور کسان مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت نن جمعه نومبر ۱۳ (لړم ۲۳۰) ویلي چې په تېره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۵۹۱ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې۱۷۴یې مثبت وو.

ددې وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۲۹۶۹ ته پورته شو.

همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله د څلورو تنو د مړینې راپور ورکړل شوی چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۵۹۵تنو ته ورسېد.

د رسمي شمیرو له مخې تر دا مهاله ۳۵۰۳۶ تنه بیرته کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو، ډیر ژر په وبا واوښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانز هاپګینز د پوهنتون د معلوماتو له مخې تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۵۲ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي او شاوخوا یو میلیون نور کسان د دغه ویروس له کبله مړه شوي.