د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویرس ۶۶مثبتې پېښې ثبت شوي او ۱۰کسان مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت نن شنبه نومبر ۱۴ (لړم ۲۴) ویلي چې په تېره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۱۷۰ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې۱۷۴یې مثبت وو.
ددې وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۳۰۳۵ ته پورته شو.
همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله د ۱۰ تنو د مړینې راپور ورکړل شوی چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۶۰۵تنو ته ورسېد.
د رسمي شمیرو له مخې تر دا مهاله ۳۵۰۶۳ تنه بیرته کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.
کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو، ډیر ژر په وبا واوښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.
د امریکا د جانز هاپګینز د پوهنتون د معلوماتو له مخې تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۵۲ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي او شاوخوا یو میلیون نور کسان د دغه ویروس له کبله مړه شوي.