افغانستان کې تازه ۲۰۵ تنه کرونا نیولي،۱۲ تنه نور مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویرس ۲۰۵ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۱۲کسان مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت نن یکشنبه نومبر ۱۵ (لړم ۲۵) ویلي چې په تېره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۶۹۱ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۲۰۵ یې مثبت وو.

ددې وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۳۲۴۰ ته پورته شو.

همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله د ۱۲ تنو د مړینې راپور ورکړل شوی چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۶۱۷تنو ته ورسېد.

د رسمي شمیرو له مخې تر دا مهاله ۳۵۰۹۲ تنه بیرته کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو، ډیر ژر په وبا واوښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانز هاپګینز د پوهنتون د معلوماتو له مخې تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۵۲ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي او شاوخوا یو میلیون نور کسان د دغه ویروس له کبله مړه شوي.