کرونا ویروس؛ افغانستان کې تازه پېښو کې۲۲ تنه مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۲۶۳ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۲۲ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن چهارشنبه ډسمبر دوهمه (لېندۍ۱۲) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۳۵۸مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې په وینا یې ۲۶۳ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۶۹۸۰ ته پورته شو.

د تیرو ۲۴ ساعتونو تر ټولو زیاتې پېښې چې ۷۵ کیږي یوازې په کابل ولایت کې ثبت شوي دي.

همدارنګه په تیره شپه او ورځ کې د هیواد په نهو ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۲تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۸۲۲تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۱۱۹تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر هم ۳۶۹۰۷ ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۶۳ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.