روغتیا وزارت: تر اوسه ۲۱۹۵ تنه د کرونا وبا په وجه مړه شوي

په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۲۴۲۸ ته پورته شوو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۹۸ مثبتو پېښو د ثبتېدو او شپږو کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن چهارشنبه ډسمبر ۳۰ (مرغومې ۱۰) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۶۰۷مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې ۹۸ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۲۴۲۸ ته پورته شو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کروناویروس له امله شپږ تنه مړه شوي چې په دې سره دکرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۱۹۵ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۱۰۰تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۱۹۰۱ تنو ته لوړ شو.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۸۱ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.