کرونا ویروس؛ څه باندې ۱۹زره افغان سرتیري واکسین شوي

د یادو کسانو له ډلې ۱۰۹۵۰ تنه یې د ملي اردو سرتیري او پاتې ۸۶۶۷ تنه یې افغان ملي پولیس دي.

افغان چارواکي وايي په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ضد واکسین د پیل څخه بیا تر دا مهاله ۱۹۶۱۷ امنیتي منسوبین واکسین شوي دي.

د یادو کسانو له ډلې ۱۰۹۵۰ تنه یې د ملي اردو سرتیري او ۸۶۶۷ نور یې افغان ملي پولیس دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان نن یکشنبه مارچ ۱۴(کب ۲۴) امریکا غږ ته وویل چې په کابل او ولایتونو کې د ملي اردو سرتیرو ته د کرونا واکسین لګولو بهیر په چټکۍ سره روان دی.

نوموړي زیاته کړه: "د افغانستان د دفاع وزارت ټول منسوبین د پلان پر اساس د کرونا ویروس ضد واکسین کیږي."

پر همدې مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پلان او ستراتیژۍ معین صدیق صدیقي وايي چې تر دامهاله په زرګونو پولیسو ته د کرونا ویروس ضد واکسین ورکول شوی دی.

په افغانستان کې د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق بهیر د روانې کب میاشتې پر پنځمه نېټه پيل شو.

د کرونا واکسین ۵۰۰زره ډوزه د هند لخوا افغانستان ته ورکړل شول چې د چارواکو په وینا ټاکل شوې ۲۵۰زره کسانو ته ورکړل شي.

بلخوا د افغانستان د روغتیا وزارت ویلي چې تر دا مهاله ۴۱۷۶۷ روغتیايي کار کوونکي ،د رسنیو کارکونکو او ښوونکو ته د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق شوی دی.

د افغانستان د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو په اساس تر دا مهاله په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ۵۵۹۵۵ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۲۴۵۷ تنه نور ناروغان ورڅخه مړه شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې ۱۱۹ میلیونه ۴۸۸زره کسان په کرونا اخته شوي اوڅه باندې دوه میلیونه کسان ورڅخه مړه شوي دي.