افغانستان د کرونا ویروس په تازه پېښو کې څلور تنه مړه شوي

په افغانستان کې د کرونا له امله د بیرته روغ شوو کسانو شمېر هم څه باندې ۵۰زره تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له کبله څلور تنه مړه شوي دي.

وزارت په همدغې مودې کې په افغانستان کې شاوخوا ۶۲ نور کسان د کرونا په ویروس اخته شوي هم دي.

په دې اساس د کرونا ویروس له امله په افغانستان کې د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۴۷۶ تنو ته ورسېده.

د روغتیا وزارت نن دوشنبه مارچ ۲۹ (وري ۹) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۸۲۴ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې ۶۲ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۶۳۸۴ ته پورته شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۶۶۳ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۵۰۶۶۶ تنو ته لوړ شو.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې دوه میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.