افغانستان کې تازه ۱۹۴ تنه کرونا نیولي، ۶ نور مړه شوي

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دغه هیواد کې د کرونا مثبتې پېښې ۵۹۹۳۹ او له کرونا ویروس نه د مړو شوو کسانو شمېر ۲۶۳۱ ته ورسېد.

د افغانستان روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ۱۵ ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۹۴ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.

د روغتیا وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزي نن جمعه اپرېل ۳۰( غويي ۱۰) خبریالانو ته وویل چې له یادو پېښو څخه تر ټولو زیاتې په ننګرهار او کابل ولایتونو کې ثبت شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په تیره شپه او ورځ کې په کابل، ننګرهار او میدان وردګ ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله شپږ تنه ناروغان مړه شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دغه هیواد کې د کرونا مثبتې پېښې ۵۹۹۳۹ او له کرونا ویروس نه د مړو شوو کسانو شمېر ۲۶۳۱ ته ورسېد.

پر همدې مهال په افغانستان کې د کرونا ویروس د دریمې څپې د خپرېدو مخنیوي په هدف هڅې زیاتې شوي دي.

تازه د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي چې د (PCR) معایناتو پرته هیڅ مسافر دغه هیواد ته سفر نشي کولای.

یادې ادارې زیاته کړه چې افغانستان ته تلوونکي مسافر باید له ځان سره یاد معاینات ولري.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې ۱۵۰ میلیون کسان کرونا نیولي او څه باندې درې میلیون ورڅخه مړه شوي دي.