کرونا ویروس؛ افغانستان کې څه باندې ۳۴۰زره کسان واکسین شوي

په افغانستان کې د کرونا واکسین د تطبیق بهیر د تیر کال کب میاشتې پر پنځمه نېټه پیل شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي د کرونا ویروس واکسین د تطبیق له پیل څخه تر دا مهاله ۳۴۹۸۱۶ تنه واکسین کړي دي.

په افغانستان کې د کرونا واکسین د تطبیق بهیر د تېر کال کب میاشتې پر پنځمه نېټه پیل شو.

روغتیا وزارت نن شنبه مۍ ۱(غوايي ۱۱) ویلي چې د مۍ میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې په دغه هېواد کې ۳۴۹۸۱۶ تنه واکسین کړي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس په واکسین شویو کسانو کې روغتیايي کار کوونکي، ښوونکي، دولتي مامورین، زندانیان، د رسنیو کار کوونکي او هیواد ته راګرځېدلي کډوال هم شامل دي.

بلخو روغتیا وزارت له نورو اړوندو ادارو سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې د مخنیوي په هدف هم هڅې پيل کړي دي.

دغه وزارت مخکې ویلي چې د کرونا ویروس مخنیوي لپاره دي له هند سره پراوزونه بند او پاکستان او ایران سره دي تګ راتګ محدود شي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان کې ۱۸۳ کسان کرونا نیولي او شپږ تنه مړه شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۶۰۱۱۲ او له کرونا څخه د مړو شویو کسانو شمېر ۲۶۳۷ تنه پورته شو.

کرونا واکسین د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې ۱۵۰ میلیون کسان کرونا نیولي او څه باندې درې میلیون ورڅخه مړه شوي دي.