افغانستان کې تازه ۱۲ تنه د کرونا ویروس له امله مړه شوي

عکس (ارشیف)

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې ۳۷۰ تنه کرونا نیولي او ۱۲ نور مړه شوي دي.

یاد وزارت نن چهارشنبه مۍ ۱۲(غوايي ۲۲) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۲۰۸۲ سمپلونو معاینات یې کړي چې ۳۷۰ یې مثبت و.

د دغه تازه پېښو په ثبتېدو سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۶۳۰۸۸ ته پورته شوو.

همدارنګه د ۱۲ تنو ناروغانو په مړه کېدو سره په دغه هیواد کې د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۷۲۵ ته لوړ شو.

په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۷ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۵۴۵۷۰ تنو ته پورته شوو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسولین وايي تر اوسه څه دپاسه نیم میلیون افغانانو لږ تر لږه د کرونا ویروس ضد یو ډوز واکسین کړی دی.

د افغانستان حکومت د روان کال د فبرورۍ په ۲۳ د ۱۸ کالو پورته عمر لرونکو لپاره د کرونا وبا ضد واکسین بهیر پیل کړ او روغتیایي کارکوونکو، ډیر عمر لرونکو او د هیواد د وسله والو ځواکونو منسوبینو ته لومړیتوب ورکړل شوی و.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې په چین پیدا شوو او تر هغه وروسته نوري نړۍ ته هم خپور شو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۱۵۰ میلیون کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې درې میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.