د کرونا دریمه څپه؛ ولسمشر غني د روغتیايي لارښونو پر مراعتولو ټينګار وکړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د دریمې څپې خپرېدل تائید کړل او له خلکو څخه یې وغوښتل چې روغتیايي لارښوونې مراعت کړي.

ښاغلي غني نن پنجشنبه مۍ ۱۳ (غوايي ۲۳) په ارګ د اختر تر لمانځه وروسته پیغام کې وویل چې تیره ورځ یې له روغتیايي چارواکو سره د کرونا ویروس د دریمې څپې د مدیریت او مهار کولو په اړه خبرې کړي دي.

نوموړي زیاته کړه: "په لومړۍ او دوهمې څپې کې چې کوم تغیر لیدل کیږي دادی چې دا ځل واکسین د چمتو کولو په حال کې دی او تر د افغانستان تر ۶۰ سلنې خلک به واکسین شي."

هغه وویل چې نسبت لومړۍ څپې په دوهمه څپه کې د کرونا له امله د مړینې کچه ټيټه ده.

د افغانستان د روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح بیا تیره ورځ وویل چې نسبت لومړۍ څپې ته په دوهمه څپه کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې زیاتې دي.

هغه وویل: "په دویمه څپه کې موږ په هغو شدیدو حالاتو کې ۱۶۱۴ واقعات درلودل او اوس موږ ۱۷۶۳ واقعات په یوه اونۍ کې لرو".

د ښاغلي مجروح په وینا په درېیمه څپه کې زیاتې پېښې په ننګرهار، کابل او کندهار ولایتونو کې ثبت شوي.

دا مهال په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر څه باندې ۶۳ زره او له دغه ویروس څخه د مړینې شمېر څه باندې ۲زره ته رسېدل دی.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې په چین پیدا شوو او تر هغه وروسته نوري نړۍ ته هم خپور شو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۱۵۰ میلیون کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې درې میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.