افغانستان کې تازه د کروناویروس له امله ۲۴ تنه مړه شوي

عکس (ارشیف)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۴ تنه مړه شوي او ۶۲۸ تنه نور په دغه ویروس اخته شوي دي.

دا په تیرو څو میاشتو کې په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله د مړینې تر ټولو لوړ شمېره ده.

روغتیا وزارت نن دوشنبه مۍ ۲۴ (غبرګولې درېیمه) ویلي چې د کرونا ویروس دغه تازه پېښې په ۱۸ ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۶۶۹۰۳ ته لوړ شو.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ۲۴ تنو په مړه کېدو سره په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر۲۸۳۶ تنو ته ورسېد.

د افغانستان روغتیا وزارت د دې ترڅنګ په تیره شپه او ورځ کې له کرونا ویروس څخه د ۲۶۰ تنو د بیرته جوړېدو خبر ورکړی چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۵۶۲۹۵ تنه لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو او وروسته نورې نړۍ ته هم خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې کابو ۱۶۷میلیونه وګړي ورباندې اخته شوي چې له دې شمېرې څه باندې درې میلیونه او ۴۵۵زره مړه شوي دي.