افغانستان کې د کرونا تازه پېښو کې ۶۷ ناروغان مړه شوي

عکس(ارشیف)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۹۷۳ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۶۷ ناروغان مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن شنبه جون ۱۲ (غبرګولې ۲۲) رسنیو ته په لېږلو معلوماتو کې ویلي چې په تېره شپه او ورځ کې ۳۴۴۲ کسان یې معاینه کړي چې ۹۷۳ یې په کرونا ویروس اخته دي.

د افغان روغتیايي چارواکو په وینا په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۸۹۸۶۱ او له یاد ویروس څخه د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۳۵۲۷ تنو ته ورسېد.

همدارنګه په تېره شپه او ورځ کې ۳۵۰ تنه نور بېرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

روغتیا وزارت تېره ورځ د کرونا ناروغۍ ګواښ ته په کتو یو ځل بیا له خلکو وغوښتل چې روغتیايي اصولو مراعت کړي او د ځینو نووو محدودیتونو د وضعه کولو خبر یې ورکړ.

له افغانستان سره د ازبکستان لخوا د اکسېجن مرسته.

پر همدې مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ازبکستان د کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف له افغانستان سره د اکسېجن د زرو ډبو مرسته وکړه.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له زیاتېدو سره په روغتونونو کې د اکسېجن د کموالي په اړه هم اندېښنې زیاتې شوي دي.

د افغانستان روغتیا وزارت د ناروغانو زیاتوالي ته په کتو له روغتیايي کار کوونکو څخه غوښتي چې د اکسېجن په مصرف کې له سپما څخه کار واخلي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۹ کال کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شوو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله څه باندې ۱۸۰ میلیون کسان په نړۍ کې په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې درې میلیون کسان نور ورڅخه مړه شوي دي.