افغانستان کې د کرونا تازه پېښو کې ۹۲ کسان مړه شوي

عکس(ارشیف)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۳۸۴ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن شنبه جون ۱۹ (غبرګولې ۲۹) ویلي چې ددې ترڅنګ په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۲ کسان مړه شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۰۱۹۰۶ او له کرونا ویروس څخه د مړو شوو کسانو شمېر ۴۱۲۲ تنو ته لوړ شو.

همدارنګه په تیره شپه او ورځ کې ۴۹۷ تنه بیرته کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر هم ۶۳۹۲۳ تنو ته ورسېد.

د سره صلیب او د سرې میاشتو د ټولنو نړیوال فدراسیون ویلي چې په افغانستان کې په تیره میاشت کې د کروناویروس مثبتې پیښې ۲۴۰۰فیصده زیاتې شوي چې له کنترول څځه وتلي دي.

دغو ټولنو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې تیره اونۍ د کروناویروس د پیښو د ازموینو له دریو څخه یوه یې مثبته تشخیص شوې او روغتونونه د اکسیجن او بسترونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

کرونا ویروس د لوموړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۱۷۷میلیون او ۴۶۵زره کسان په کرونا اخته شوي او له دغه ویروس څخه څه باندې ۳ میلیون او ۸۳۴زره کسان مړه شوي دي.