افغانستان کې د کرونا تازه پېښو کې ۷۷ نور ناروغان مړه شوي

عکس ارشیف

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ۱۵۰۱ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت ویلي نن سې شنبه جون ۲۹ (چنګاښ اتمه) ویلي چې په تیره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۴۷۹۹ سمپلونو معاینات کړي چې ۱۵۰۱ مثبت و.

د روغتیايي چارواکو په وینا په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په یو شمېر ولایتونو کې ۷۷ نور ناروغان له کرونا ویروس څخه مړه شوي دي.

ذ رسمي معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ټولې مثبتې پېښې ۱۱۸۶۵۹ او له کرونا ویروس څخه د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۴۸۷۱ ته پورته شوو.

د دې ترڅنګ په تیره شپه او ورځ کې ۱۱۸ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي ديي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شوو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس په نړۍ کې تر دا مهاله څه باندې ۱۸۱میلیون او ۴۳۷زره کسان کرونا نیولي او څه باندې درې میلیون او ۹۲۹زره کسان ورڅخه مړه شوي دي.