افغانستان کې کروناویروس؛ یو میلیون او ۱۵۰زره کسان واکسین شوي

عکس (ارشیف)

د افغانستان د روغتیا وزارت وايي په دغه هیواد کې د کروناویروس ضد واکسین تطبیق له پیل څخه بیا تر دا مهاله د دولت د ملکي کار کوونکو په ګډون یو میلیون او ۱۵۰زره کسان واکسین شوي دي.

په افغانستان کې د کروناویروس ضد واکسین بهیر د ۱۳۹۹ کال په وروستۍ میاشت کې پيل شو.

د روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح نن یکشنبه جولای ۱۸ (چنګاښ ۲۷) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې هره ورځ په ټول افغانستان کې د کرونا واکسین له ۳۰۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰۰زره ډوزه تطبیق کیږي.

هغه وویل: "د جانسن ایند جانسن واکسین ۱.۵میلیون ډوزه رسېدلی دی، تر اختر وروسته شااوخوا ۱۸۰زره ډوزه نور هم رسیږي، شااوخوا یو میلیون ډوزه نور د ولسمشر محمد اشرف غني او چین د جمهور رئیس د ټلیفوني خبرو مهال د چین لخوا ژمنه شوې ده."

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د ډنمارک هیواد لخوا د نړیوال روغتیايي سازمان په همکارۍ له افغانستان سره ۲۵۰زره ډوزه استرازنکا واکسین مرسته کړې ده چې تر اختر وروسته به د افغانستان د روغتیا وزارت په واک کې ورکړل شي.

د روغتیا وزارت سرپرست وویل چې ټاکل شوې د ۲۰۲۲ میلادي کال لپاره د کرونا شااوخوا ۱۲ میلیون ډوزه واکسین د روغتیا نړیوال سازمان د کواکس پروګرام له لارې وا خیستل شي.

ښاغلي مجروح ټينګار وکړ چې له کرونا ویروس څخه د خوندیتوب یوازینۍ لار د واکسین کول او نورې روغتیايي لارښوونې عملي کول دي.

خو نوموړي اندېښنه وښودله چې روانې جګړې او نا امنۍ د کرونا واکسین د تطبیق مخنیوي برخه کې له جدي خنډونو څخه دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۱۹۰ میلیون کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې څلور میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.