په افغانستان کې د کرونا ویروس تازه پېښو کې ۱۷ ناروغان مړه شوي

عکس(ارشیف)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۲۷۸ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن سې شنبه اګست لسمه (زمري ۱۹) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۲۳۶۷ سمپلونو معاینات یې کړي چې ۲۷۸ یې مثبت و.

د افغانستان د روغتیا وزارت د رسمي معلوماتو له مخې په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۱۵۱۲۹۱ته ورسېدې.

همدرانګه په تیره شپه او ورځ کې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۱۷ ناروغان مړه شوي چې دې سره هم د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۶۹۷۸ ته پورته شوو.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په ساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۵۷ ناروغان بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې سره هم د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۱۰۴۳۰۵ لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو له مخې تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۲۰۰ میلیون او۴۷۹زره کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې څلور میلیون ۳۰۶زره کسان ورڅخه مړه شوي دي.