په یوه ورځ د افغانستان ۱۶ولایتونو کې سلګونه کسان په کرونا اخته شوي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له کبله افغانستان کې ۱۲ تنه مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په دغه هېواد کې د کرونا په تازه پېښو کې ۱۲کسان مړه شوي‌ او ۴۰۹ نور په دغه ویروس اخته شوي دي.

د کرونا ویروس دا تازه پېښې په ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په ۱۶ بېلابېلو ولایتونو کې ثبتې شوي دي.

د روغتیا وزارت چارواکو نن یکشنبه جون۲۱ (چنګاښ۱) رسنیو ته وویل چې په تیره یوه شپه او ورځ کې په روغتونونو او معاینه خانو کې ۱۰۰۷کسانو د کرونا معاینات کړي‌ چې د ۴۰۹کسانو نتیجه یې مثبته وه.

د چارواکو په خبره په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له کبله په کندهار، ننګرهار، غزني او زابل ولایتونو کې ۱۲کسان مړه شويهمدي.

د تازه پېښو په اعلانېدو سره په افغانستان کې د کرونا لهکبله د مړو شمېر ۵۸۱او په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۸۸۳۳ته ورسېده.

د وزارت د چارواکو د معلوماتو په اساس په تازه پېښو کې " ۱۸۴په کابل، ۳۸هرات، ۱۹کندهار، ۱۵ننګرهار، ۱۲تخار، درې بامیان، ۲۹بغلان، ۳۳بادغیس، ۱۱غزني، ۱۰کندز، اته پروان، اته نیمروز، یو کونړ، اته فراه، اته کاپیسا، ۱۵بدخشان او اوه کسان په زابل ولایتونو کې په کرونا اخته شوي."

د افغانستان د روغتیا چارواکي وایي په تیرو ۲۴ساعتونو کې۴۷۲کسان چې په کرونا اخته وو بېرتهجوړ شوي او په دې سره په افغانستان کې له کرونا د ټولو رغېدلو کسانو شمېر ۸۷۶۴کیږي.

د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن یکشنبې تر غرمې جون ۲۱(چنګاښ لومړۍ) پورې په نړۍ کې ۴۶۴۴۹۱تنه د یادو ویروس له امله مړه شوي او څه باندې اته میلیونه نور په اخته شوي دي.